د سږو اوږدمهاله ناروغي (COPD)
COPD (chronic lung disease)
COPD (د سږو اوږدمهاله بندښت ناروغي) د سږو یوه اوږدمهاله ناروغي ده چې په کې هوايي لارې تنګېږي او سږي زیانمن کېږي، نو ساه اخیستل ورو ورو سختېږي. دا ناروغي ډېری وخت له ۴۰ کلونو پورته هغه کسان نیسي چې سګرټ یې څکولي یا یې د ډېرو کلونو لپاره د پخلي اور او بخارۍ لوګی تنفس کړی وي. بشپړ علاج نه لري، خو درملنه او له لوګي ډډه یې پرمختګ ورو کوي او ساه اخیستل اسانوي.
نښې نښانې
- ساه لنډي، لومړی د فعالیت پر مهال او وروسته حتی د آرام پر مهال
- داسې ټوخی چې نه ښه کېږي
- په ډېرو ورځو کې بلغم
- په سینه کې شپېلۍ غږ او د فشار احساس
- د سینې بیا بیا انتانات، په ځانګړې توګه په ژمي کې
- په وروستیو پړاوونو کې ستړیا او د وزن کمېدل
لاملونه
- د سګرټ یا چلم څکول
- په کور دننه د پخلي او تودوخې لپاره د لرګیو، ګوړو (سرګینو) یا ډبرو سکرو د سوځولو لوګی
- په کار ځای کې دوړې، لوګی او کیمیاوي توکي
- د سږو بیا بیا انتانات یا په تېر کې نري رنځ
- په ښارونو کې د هوا ککړتیا
مخنیوی
- سګرټ مه څکوئ؛ که څکوئ یې، په هر عمر کې یې پرېښودل ګټور دي
- بهر پخلی وکړئ یا له نلدارې بخارۍ/اجاق څخه کار واخلئ او کوټو ته هوا ورکړئ
- په دوړو ډکو کارونو کې ماسک واغوندئ